د کانونو او پټرولیم وزارت او ګټونکو شرکتونو ترمنځ د ۶.۵ میلیارد ډالرو په پانګونې سره د ۷ لویو کانونو قراردادونه لاسلیک شول.په دغو قراردادونو کې د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان څلور بلاکونه شامل دي، چې وطن درخشان شرکت ته چې آذاران صنعتي سازه ایراني شرکت ...
Read More »د سالنګ لویه لار به د بیارغونې لپاره د ترافیکو پر مخ په بشپړ ډول وتړل شي
ټاکل شوې د سالنګ لویه د بیارغونې لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شي. د ټول ګټو چارو وزارت ویلي دا لار به د روانې سنبلې/ وږې میاشتې له ۱۹مې نېټې د تونل منځ کې د کانکریټ اچولو تر بشپړیدو بنده وي. سالنګ د افغانستان له نورو ...
Read More »۱۳ ټانکره بېکیفیته تېل له فراه بېرته ایران ته وګرځول شول
د فراه ولایت په شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۱۳ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران هېواد ته ګرځول شوي دي. د دغه ولایت د شیخ ابونصر فراهي د سټنډرډ ملي ادارې آمر عطاءالله ابرار اغا رسنیو ته ویلي، چې یادې ادارې د شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۱۳ ټانکره ...
Read More »سوداګر: پاکستان سره دې د ترانزیټي اموالو د امنیت په تړاو خبرې وشي
په پاکستان کې د افغانستان د صادراتي انځرو د ترانزیټي محمولې د سوځېدو ویډیو له خپرېدو وروسته یو شمېر سوداګر د پاکستان له لارې د سوداګریزو توکو د ترانزېټ په اړه اندېښنه څرګندوي. دغه سوداګر له سرپرست حکومت غواړي چې له پاکستاني لوري سره د ترانزېټي محصولاتو د امنیت ساتنې ...
Read More »ایران ته ۴۵ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ولیږدول شول
د سټنډرډ ملي ادارې ایران ته د ۴۵ ټانکره بې کیفیته تېلو له مسترد کولو خبر ورکړی دی. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نن يې د فراه په ۷۸میل بندر کې ۴۵ ټانکره بې کیفیته تېل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي. د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې پرون هم د یاد ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هم ۱۶ ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته مسترد کړي وو.
Read More »د افغانۍ ارزښت د ساتلو په موخه نن ۱۴ میلیونه ډالر لیلامیږي
د افغانستان بانک نن یکشنبې ۱۴ میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري. د باختر اژانس د راپورله مخې، دغه بانک دغه اقدام د افغانۍ د ارزښت د لاپیاوړتیا په هدف کوي. تېره اونۍ هم د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کړي وو. په داسې حال کې، چې د ...
Read More »چین په افغانستان کې د موټرو د بطریو تولید برخه کې پانګونه کوي
د صنعت کارانو ټولنې مسوولین وايي، چې چین په افغانستان کې د برېښنايي موټرو د بطریو د تولید فابریکې له جوړولو سره لېوالتیا لري. د صنعت کارانو ټولنې د غړو په وینا، چیني پانګوال وايي، که د افغانستان او چین تر منځ د بانکي ستونزو د حل لازم اقدامات وشي، ...
Read More »د قوش تېپې کانال د لومړني فاز چارې د بشپړېدو په حال کې دي
د ملي پراختيا شرکت عمومي اجرایوي رییس بلخ ته په سفر کې د قوش تېپې کانال له روانو چارو کتنه کړې او ځایي مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، چې د دې ملي پروژې د چارو کیفیت او کمیت ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي. ملي پراختیا شرکت وايي، چې د یاد ...
Read More »اروزګان کې د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ د نږدې ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو په لګښت دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادو پروژو د ګټې اخیستنې پرمهال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوول ...
Read More »ټولګټو وزارت: اوسمهال په ټول هېواد کې ۷۸۱ کلیو متره سړک تر کار لاندې دی
د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، اوسمهال په ټول هېواد کې ۷۸۱ کلیو متره سړک تر کار لاندې دی. نوموړي همداراز وویل، د سړکونو د ساتنې او د وزن د کنټرول ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس