د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې یې له ۱۹میلیون وګړو سره د خوراکي توکو او پیسو مرسته کړې ده.
یاد سازمان نن سه شنبې د سلواغې۲۴مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یادې مرستې د پروسږ ۲۰۲۳کال په لړ کې شوې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې یادې مرستې د ځایي اقتصاد د پیاوړتیا، د ماشومانو د غوره زدهکړې او له خوارځواکي څخه د مخنیوني لپاره شوې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې چې په افغانستان کې له نیمو زیات هغه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چې په وروستیو کې له پاکستان څخه رالېږل شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس