په هلمند کې د ورستیو جګړو له امله بېځایه شو ۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه. په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي الحاج محمد کریم اتل په خپل شخصي لګښت پرون دوشنبې په ورځ، د نومبر۱۷ (لړم۲۷) د بیځایشو کورنیو سره مرسته ...
Read More »افغان حکومت له زیمنس انرژي کمپنۍ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ
افغان دولت له زیمنس انرژي کمپنۍ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړی دی. له ولسمشرۍ ماڼیه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دا هوکړه لیک نن په ارګ کې د ولسمشر غني په حضور کې د برېښنا شرکت او زیمنس کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شوی دی. خبرپاڼه کې راغلي، د ...
Read More »ارغندیوال:که مو رایه راکړه تر۲۰۲۵کال پورې د هېواد ملي عواید تر ۴۰۰ میلیارده افغانیو رسوم
د مالیي وزارت لپاره نوماند وزیرعبدالهادي ارغندیوال وایي که د ولسي جرګې وکیلانو رایه ورکړه، نو ملي عواید تر ۴۰۰ میلیارده افغانیو ورسوي. د افغانستان د مالیې وزارت لپاره نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال نن دوشنبه د نومبر ۱۶(لړم۲۶) د ولسي جرګې په غونډه کې د باور رایې اخیستو په موخه ...
Read More »سږ کال ۱۱۰ جریبه د لیمو او مالټې بڼونه جوړ شوي
د افغانستان کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزات په یوه اعلامیه کې نن شنبه ( ۲۴ د لړم) وویل چې د وروستي یو کال په ترڅ کې په ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ په ولایتونو کې د لیمو او مالټې ۱۱۰ جریبه بڼونه جوړ کړي دي. یاد وزارت په اعلامیه کې ...
Read More »ننګرهار کې د اوبو ۱۰ بندونه جوړيږي
په ننګرهار ولایت کې دا بندونه به د اوبو مدیریت او د سیلابونو د مهارولو په موخه جوړیږي. د لسو بندونو پروژې چارې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا پلې کيږي. د یادو بندونو قراردادونه په داسې مهال کې لاسلیک شول چې د اوبو د چارو د ...
Read More »مالیې وزارت: څلویښت سلنه ګمرکي عواید ضایع کیږي
د هېواد ماليې وزارت وايي چې په ګمرکونو کې کابو څلویښت فیصده ګمرکي عواید ضایع کیږي او بودیجې ته نه ځي. د افغانستان ماليې وزیرعبدالهادي ارغندیوال مشرانو جرګې ته وویل چې که د هېواد داخلي عواید له لاسه لاړ نه شي، نو د کورنیو عوایدو پر مټ یو څه پر ...
Read More »د افغانستان بانک ۳۵میلیونه ډالره لیلام وي
د افغانستان بانک وایي چې د روانې لړم میاشتې په ۱۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د داوطلبۍ په اوږدوکې شاوخوا ۳۵ میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې پلوري. د افغانستان بانک د یوه خبرپاڼه په خپرولوسره وایي په دې پروسه کې د ګډون کولو ...
Read More »د کرنې د پراختیا صندوق ۱۱۱ میلیونه افغانۍ پور منظور کړ
د کرنیزو پورونو د منظوری د کمېټې غونډه، چې د کرنې په وزارت کې په لاره اچول شوې وه، له وړاندې شویو معلوماتو او د کمېټې د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو ورکولو وروسته د ۱۱۱میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید کړ. دغه غونډه، چې د پورونو ...
Read More »کابینې د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودیجې مسوده تایید کړه
کابینې د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې مسوده تایید کړه. د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې غونډه کې چې والیانو هم پکې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون درلود، د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودیجې مسوده تایید کړه. دغه راز په ټولو ولایتونو کې د یو ډول ...
Read More »پاکستاني سوادګر: دافغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته جدي اړتیا ده
پاکستاني سوداګر وایي له افغانستان سره دې د سوداګرۍ په برخه کې ټول شته خنډونه له منځه یوړل شي. د سرحد د سوداګرۍ او صنعت د خونو مسوول شېرباز بېلور وایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته جدي اړتیا ده. د شېرباز په خبره، افغانستان او ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس