Home » اړیکی » ملګري ملتونه له افغانستان سره د مرستې بهیر ارزوي

ملګري ملتونه له افغانستان سره د مرستې بهیر ارزوي

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالې «کرن دکر» وایي چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې سازمانونو او مرستندویه هېوادونو سره یوځای له افغانستان سره د مرستې بهیر ارزوي.

د امریکا د سفارت چارسمبالې په دې اړه څرګندونې په خپله اېکس پاڼه کړې، خو دا یې نه دي ویلي چې د ارزونې دا بهیر په څه وخت پيل شي.  

کرن دکر ویلي چې په دې ارزونه کې ډېری تمرکز پر څارنه او رونټیا دی چې د مرستو بهیر په شفافه توګه ترسره شي. 

اغلې دکر د خپلو خبرو په دوام، افغان ښځې بدلون راوستونکې او مدافعینې بللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې روان کال په افغانستان کې ۲۳.۷میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه سازمان له څه باندې ۱۷ میلیونه اړو کسانو سره د ۳.۰۶ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ایران څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

د کډوالو چارو وزارت وايي، ...