Home » اړیکی » ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه د جون په میاشت کې جوړه شي

ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه د جون په میاشت کې جوړه شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وايي، دغه سازمان د روان کال په جون میاشت کې د دوحې د درېیمې غونډې لپاره چمتووالی نیسي.

نوموړي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دغه سازمان غواړي هر کال په دوحه کې له یوې نه زیاتې غونډې وکړي.

د دوحې په دویمه غونډه کې چې د روان کال د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه جوړه شوې وه، ا.ا له دې امله ګډون ونه کړ چې شرطونه یې ونه منل شول.

د اوتونبایوا په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د نوي استازي د ټاکلو او د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه جوړه شوې وه، روسیې او چین ویلي چې د ا.ا د تایید په صورت دوی به د دغه سازمان د نوي استازي له ټاکلو سره موافقه وکړي.

خو افغان چارواکي وايي، په افغانستان کې د یوناما په شتون کې د ملګرو ملتونو له لوري د نوي استازي د معرفي کولو اړتیا نشته.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ جوړه شوې وه، يو شمېر ګډونوالو د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړي ډول د زده کړې او کار د حق پر تامين ټينګار کړی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ایران څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

د کډوالو چارو وزارت وايي، ...