په اکثره ولايتونو کې له څو ورځنيو سختو اورښتونو وروسته، حکومت د مرستو رسولو په موخه په ټول هېواد کې سر له نن د (مرغومي په ۱۵مه) بېړنی حالت اعلان کړی دی. له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت مسوولان وايي، د بېړني وضعيت له اعلان سره سم په ولايتونو ...
Read More »“په کراچۍ کې له غونډې وروسته د PTM پر ځينو غړيو عريضې شوي”
د پښتون ژغورنې غورځنګ له لورې د روانې جنوري په ۲مه د کراچۍ په سهراب کوټ کې له لويې ولسي غوندې وروسته، د دغه غورځنګ پر دوو مخکښو غړو عريضې شوي دي. دغه عريضې چې پر ګېلهمن پښتين او په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ځايي مشر نورالله ...
Read More »کورنيو چارو وزارت: کابل کې د انسان تښتوونکو ۷ کسيزه ډله نيول شوې
د کورنيو چارو وزارت مسوولانو خبر ورکړی چې په کابل کې يې د انسان تښتوونکو يوه مهمه ۷ کسيزه ډله د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيولې ده. د دغه وزارت مسوولانو زياته کړې، ياده ډله چې د تښوونې په متعددو قضيو کې يې لاس درلود، د کابل ...
Read More »ملګري ملتونه: طالبان بايد په افغانستان کې د بشري حقونو تضمين په اړه ډاډ ورکړي
ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د بشري حقونو د خونديتوب په اړه اندېښنه ښولې او ويلي يې دي چې طالبان بايد په افغانستان کې د بشري حقونو د خونديتوب په اړه ډاډ ورکړي. دا څرګندونې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مرستيالې ميرمن مته نودسن ...
Read More »کابل-جلالاباد پر لويه لار په ۳ ترافيکي پېښو کې ۱۴تنو مرګ ژوبله اوښتې
د کابل-جلالاباد پر لويه لار د درېيو ترافيکي پېښو په ترڅ کې ۱۴ تنو ته چې ډېری يې سوارلۍ دي، مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار چارواکو هم يادې ترافيکي پېښې تائيد کړي او ويلي يې دي، چې ټولټال د يادو پېښو په پايله کې ۶تنه وژل شوي او ۸ ...
Read More »محکمې: ايران دې په اوکراينۍ الوتکه کې وژل شويو کانډايانو ته غرامت ورکړي
د کاناډا يوې محکمې د خپلې تازه پرېکړې پر بنسټ د ايران له دولت غوښتي چې په ۲۰۲۰ زېږديز کال کې د اوکراينۍ الوتکې د نسکورولو په پېښه کې دې د وژل شويو ۶ کاناډايانو خپلوانو ته غرامت ورکړي. محکمې د ايران له دولت غوښتي چې د يادو کسانو خپلوانو ...
Read More »” چاودنې په شمالي وزيرستان کې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې”
په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو د موټرو پر کاروان بمي چاودنه شوې او په ترڅ کې يې يو شمېر پوځيان وژل شوي او ټپيان شوي دي. يوې پوځي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، ياده چاودنه د پرون دوشنبه د (مرغومي په ۱۳مه) د ...
Read More »ملا برادر: د پخواني حکومت څېرې د عادت له مخې پر فساد ککړې وې
د رئيسالوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر په خپلو تازه څرګندونو کې د مخکيني حکومت مطرحې څېرې پر فساد ککړې بللي او د نوموړي په ټکو يادو څېرو د فساد، قتل او لوټمارۍ خپل عادت نه شو پرېښودلی. نوموړي دا څرګندونې له ملي راډيو ټلوېزيون سره په ځانګړې مرکه کې ...
Read More »قرېشي: د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار غځولو لپاره له طالبانو سره خبرې کوو
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د اسلامي امارت ځواکونو د هغو اقداماتو په اړه غبرګون ښودلی چې له مخې يې د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار د غځولو مخه نيول شوې. نوموړي د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې ويلي، يو شمېر کسان هڅه کوي چې ...
Read More »د سوډان لومړي وزير عبدالله حمدوک د سياسي لانجو له امله استعفا وکړه
د سوډان لومړي وزير عبدالله حمدوک په دې هېواد کې د واک پر سر د سياسي لانجو او وروستيو لاريونونو له امله پرون يکشنبه ناوخته د (مرغومي په ۱۲مه) د خپلې استعفا اعلان وکړ. نوموړي د خپلې استعفا د اعلانولو پرمهال وويل، اړتيا ده چې د سياسي اړخونو ترمنځ يوې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس