Home » Author Archives: رویداد خبری آژانس (page 47)

Author Archives: رویداد خبری آژانس

پاکستان: پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځونې مخنيوي په اړه د طالبانو هڅې له زغم وتلي

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت ځواکونو په متواتره توګه په کونړ او نېمروز کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو له لوري د اغزن تار غځولو مخه ونيوه، تازه په دې اړه پاکستاني چارواکو توند غبرګون ښودلی دی. د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د پاکستان په حکومت کې ...

Read More »

“لا هم په افغانستان کې ۵نيم ميليونه داخلي بې ځايه شوي کسان موجود دي”

د کډوالو نړيوال سازمان يا IOM وايي، تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال د افغانانو لپاره له سختو ستونزو ډک و او په دې کال کې د جګړې له امله ميليونونه افغانان له خپلو سيمو بې ځايه شول. دې سازمان ويلي، لا هم په افغانستان کې ۵نيم ميليونه کسان داخلي بې ځايه ...

Read More »

منظور پښتين: پاکستان دې له توپير پرته د ټولو ترهګرو پر وړاندې برابر اقدام وکړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پرون يک‌شنبه د (مرغومې په ۱۲مه) په کراچۍ کې يوې لويې اعتراضيه ولسي غونډې ته د وينا پرمهال، د پاکستان له حکومت وغوښتل چې د علي وزير، حنيف پښتين، وېس ابدال او ګڼ نور نيول شوي پښتان فعالان دې ژر خوشي کړي. ...

Read More »

د جنوبي افرېقا د پارلمان په ودانۍ کې اور لګېدلی

د فرانسې خبري اژانس د جنوبي افرېقا د چارواکو په حواله  د دغه هېواد پارلمان په ودانۍ کې د اور لګېدنې خبر ورکړی دی. چارواکو ويلي چې اور نن د يک‌شنبې په ورځ سهار مهال لګېدلی دی، خو د لګېدو دليل يې نه دی په ګوته کړی. دامهال د اور ...

Read More »

مولانه فضل‌الرحمن: پاکستان په بشپړه توګه سقوط ته نږدې شوی

د پاکستان حکومت له مخالفو سياسي ګوندونو د جوړ شوي اېتلاف مشر مولانه فضل الرحمن وايي، پاکستان له سياسي او اقتصادي پلوه په بشپړه توګه سقوط کولو ته نږدې شوی دی. نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند جمعيت علماء اسلام يوې غونډې ته ويلي، د تېر په پرتله له ...

Read More »

پښتون ژغورنې غورځنګ نن په کراچۍ کې لويه اعتراضيه غونډه کوي

ټاکل شوې نن يک‌شنبه د جنوري په ۲يمه، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلويان په کراچۍ کې لويه ولسي او اعتراضيه غونډه ترسره کړي. د يادې غونډې موخه له زندان څخه د دغه غورځنګ د مخکښو علي وزير، وېس ابدال او حنيف پښتين په شمول د ډېر شمېر پښتنو ...

Read More »

کولوراډو کې د اور له امله نږدې زر کورونه وېجاړ شوي

د امريکا متحده ايالاتو په کولوراډو ايالت کې د پنجشنبې له ورځې را په دېخوا د اور لګېدنې له امله چې پرون شنبې د (مرغومي تر ۱۱مې) يې دوام درلود، ۹۹۱ کورونه وېجاړ کړي دي. چارواکو ويلي، د پلټنو په ترڅ کې د درو کسانو جسدونه هم په هغو کورنو ...

Read More »

سېګار: د افغان ميرمنو په اړه وروستي راپورونه اندېښمنوونکي دي

د افغانستان بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې اداره يا سېګار وايي، په افغانستان کې دامهال ميرمنې د طالبانو له لوري له محدوديتونو سره مخ دي او پر ښځو دغه محدوديتونه نور هم د زياتېدو په حال کې دي. سېګار د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په حواله ...

Read More »

حقاني: د امنيتي تدابېرو له بشپړېدو وروسته به په کابل کې د پاسپورټونو وېش پیل شي

د پاسپورټ عمومي رئيس علم ګل حقاني وايي، تر څو راتلونکو ورځو پورې به د امنيتي ګواښونو له امله په کابل کې د پاسپور د وېش لړۍ ځنډېلي وي. نوموړی زياته کړې چې دا مهال کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ رياست لپاره دامنيتي تدابېرو پر روش کار کوي او زياتوي ...

Read More »

د ايران له لوري د ځمکې مدار ته د سيارې لېږدولو هڅه ناکامه شوه

د ايران دفاع وزارت پرون جمعه د (مرغومي په ۱۰مه) اعلان کړی، چې د ځمکې مدار ته د سيارې لېږلو په تړاو هڅه ناکامه شوې ده. د دفاع وزارت وياند احمد حسېني ويلي، دغه ماموريت د راکېټ د سرعت کموالي له امله ناکام شوی دی. د نوموړي په خبره په ...

Read More »