Home » Author Archives: رویداد خبری آژانس (page 40)

Author Archives: رویداد خبری آژانس

سوماليې کې د چاودنې پرمهال د دغه هېواد د حکومت وياند سخت ټپي شوی

د سوماليې چارواکو خبر ورکړی چې په پلازمېنه موګادېشو کې د حکومت پر وياند محمد ابراهيم معلمي چاودنه شوې او نوموړی یې ټپي کړی دی. د سوماليې دولتي خبري اژانس د چارواکو له قوله ويلي، پر معلمي دغه بريد پرون يک‌شنبه د (مرغومي په ۲۶مه) شوی او زياته کړې يې ...

Read More »

ملګرو ملتونو په افغانستان کې له ۶۵زره کورنيو سره نغدي مرستې پيل کړې

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق يا UNICEF په افغانستان کې اړمنو لسګونه زره کورنيو ته د نغدو پيسو د وېش لړۍ پيل کړې ده. د دې ادارې د مرستو تنظيموونکې نينکې ووپېن چې دامهال نورستان ته تللې او هلته پر اړمنو کورنيو نغدې پيسې وېشي وايي، ...

Read More »

“د ښځو چارو وزارت دې بېرته فعال او د ښځو په اختيار کې دې ورکړل شي”

د مخورو ښځو بنسټ نن دوشنبه د (مرغومي په ۲۷مه) د يوه خبري کنفرانس پرمهال له حکومت وغوښتل چې د ښځو چارو وزارت دې بېرته فعال او د دوی په اختيار کې دې ورکړي. د دغه بنسټ مسوولانو له اسلامي امارت څخه د يو لړ وړانديزونو په ترڅ کې غوښتنه ...

Read More »

سبا د پاکستان ملي امنيت سلاکار په مشرۍ پلاوی کابل ته راځي

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د دغه هېواد يوې باوري حکومتي سرچينې په حواله خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د پاکستان ملي امنيت سلاکار په مشرۍ پلاوی د سې‌شنبې په ورځ کابل ته لاړ شي. ورځپاڼې د سرچينې له قوله ويلي، د ياد دوه ورځني رسمي سفر موخه دا ده ...

Read More »

اسټراليا: د افغانانو د ملاتړ لپاره له ملګرو ملتونو سره ګډ کار کوو

د اسټراليا چارواکي خبر ورکوي چې په افغانستان کې د خپلو هڅو د همغږي کولو او دغه راز د ياد هېواد اړوند نور مسايلو په اړه يې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره لېدنې او کتنې کړي دي. د افغانستان لپاره د اسټراليا لنډمهالي ماموريت په دې اړه خپل ټوېټر ...

Read More »

په ټيکساس کې د وسله‌وال کس له وژل کېدو سره يرغمل شوي کسان ازاد شول

امريکايي چارواکو اسوشيېټيډ پرېس اژانس ته ويلي چې د پوليسو له خوا د عملياتو په ترڅ کې د وسله‌وال کس له لوري يرغمل شوي کسان بېرته روغ سلامت ازاد شوي. چارواکو ويلي، د يادو عملياتو په نتيجه کې وسله‌وال کس وژل شوی او ۴ يرغمل کړي کسان يې له منګولو ...

Read More »

چين: امريکا په افغانستان کې د بشر او ښځو له حقونو د پلمې په توګه استفاده کوي

په کابل کې د چين سفير وانګ يوو وايي، چې امريکا په افغانستان کې يو لړ بشري مسايل د پلمې په توګه جدي نيسي او په دې توګه د غچ اخيستلو هڅه کوي. نوموړي پرون شنبه د (مرغومي په ۲۵مه) د کورنيو چارو له سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني سره د ...

Read More »

د امريکا په ټيکساس کې وسله‌وال کس يهود عبادت کوونکي يرغمل کړي

امريکايي رسنيو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په ټيکساس ايالت کې يوه وسله‌وال د يهود عبادت کوونکو پر عبادت ځای ور ننوتی او يو شمېر عبادت کوونکي يې له ځان سره يرغمل کړي دي. دغه وسله‌وال وړانديز کړی چې په امريکا کې زنداني عافيه صديقي دې له زندان خوشي ...

Read More »

د پاکستان مرکزي بانک د افغانستان لپاره د مرستې صندوق د خلاصولو پرېکړه رد کړه

د پاکستان مرکزي بانک د دغه هېواد د حکومت هغه پرېکړه رد کړې چې پر بنسټ يې افغانستان ته د مرستې راټولو يو صندوق بايد پرانېستل شوی وی. دې بانک ويلي، چې دا اقدام يې د پيسو پر ناقانونه لېږد او سپينولو د څار نړيوالې ادارې يا FATF اصولو ته ...

Read More »

مجاهد: راتلونکی کال ښايي د نجونو ټول ښوونځي پرانيستل شي

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي، حکومت هڅه کوي چې راتلونکی پسرلی په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانيزي. نوموړي له اسوشيېيټيډ پرېس اژانس په مرکه چې پرون شنبه د (مرغومي په ۲۵مه) خپره شوي ويلي، تمه ده چې حکومت به د نوي لمريز کال د وري ...

Read More »