Home » افغانستان » روسي پانګوال په افغانستان کې د ګازو او نفتو پر استخراج پانګونه کوي

روسي پانګوال په افغانستان کې د ګازو او نفتو پر استخراج پانګونه کوي

روسي پانګوالو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د زمينې او امکاناتو له برابرېدو سره، د افغانستان د کانونو په ځانګړو برخو کې پانګونې ته لېوال دي.

د روسي پانګوالو ګډ پلاوي پرون د رئيس‌الوزرا له دويم مرستيال عبدالسلام حنفي سره په لېدنه کې، د نفت او ګازو د استخراج او تصفیه کولو ځای د تاسیس په اړه، د CNG او LNG د دستګاوو او د سيمنټو د تولید شرکت د جوړولو په اړه مفصل بحث او خبرې کړي دي.

د رئيس‌الوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي د روسي پانګوالو له دې پرېکړې هرکلی کړی او ويلي يې دي چې حکومت بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې فرصت د رامنځته کولو او دغه راز د پانګونې لپاره د اړينو امکاناتو او همکارۍ لپاره ژمن دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...