د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې له لارې له افغانستان سره په ملکي برخه کې درې سوه میلیونه ډالر اضافي مرسته کوي.
د بلینکن په وینا دا مرسته به د روغتیا، پوهنې، ظرفیت لوړونې او نورو دې ته ورته برخو کې لګول کېږي.
نوموړي ویلي چې په دې مرستې سره به د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت سم شي.
امریکا ددې مرستو بل هدف دا بللی چې په افغانستان کې به له اداري فساد سره مبارزه کېږي او تر څنګ به یې د شخړو په هواري او د بیان ازادۍ په ساتنه کې هم ترې ګټه پورته کړل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د تېرو لاس ته راوړنو د ساتنې لپاره هڅه کوي او له دغه هېواد سره به یې مرستې ډېرې شي. دده په خبره دا درې سوه میلیونه ډالر به روان کال افغانستان ته ورکړل شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس