Home » اقتصادی » د وریجو زیاتوالی؛د تېر کال په پرتله سږ کال په ټول هېواد کې ۱۵ سلنه حاصلات زیات شوي
رویداد خبري آژانس

د وریجو زیاتوالی؛د تېر کال په پرتله سږ کال په ټول هېواد کې ۱۵ سلنه حاصلات زیات شوي

د کرنې، وزارت وایي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په ټول هېواد کې د وریجو کرکېله او حاصلات نږدې ۱۵ سلنه زیات شوي دي.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویل شوي دي، چې تېرکال د وریجو حاصلات ۳۸۳ زره مټریک ټنه وه، خو د نوي سروې د راپور پر بنسټ، روان کال د ۵۷ زره ټنو په زیاتوالي سره ۴۴۰ زره مټریک ټنو ته رسېدلې ده.

یاد وزارت زیاتوي، چې تېرکال په ټول هېواد کې د شولې کروندې ۱۲۸ زره هکټاره راپور ورکړی شوی و، په داسې حال کې چې د نوي سروې پر اساس، سږکال د شولې کروندې د ۱۹.۵ زره هکټارو په زیاتوالي سره، ۱۴۷.۵ هکټارو ته رسېدلي دي.

دغه راز وریجه د افغانستان د خلکو لوی مصرفوونکي توکي دي او په پراخه کچه ترې ګټه اخیستل کیږي.

د کرنې وزارت او ملي احصایې ددې ګډ راپور په حواله، کندز ولایت د ۴۶.۸ زره هکټاره شولې کروندو په درلودو او ۱۴۰ زره مټریک ټنه تولید سره د تولیدوونکو ولایتونو ترمنځ لومړی ځای خپل کړئ دی.

تخار ولایت د ۲۳ زره هکټاره شولو کروندو په درلودو او ۷۵ زره ټنه تولید سره دویم ځای لري.

بغلان ولایت د ۱۹.۷ زره هکټاره شولو کروندو په درلودو او ۶۳ زره ټنه تولید سره درېیم ځای او ننګرهار د ۱۴.۶ زره هکټاره شولو کروندو په درلودو او ۴۷ زره ټه تولید سره څلورم ځای کې دي.

هرات په ۲۸ زره ټنه تولید سره، کونړ په ۲۰ زره ټنه تولید، بلخ په ۱۸ زره ټنه تولید سره او لغمان په ۱۵ زره ټنه تولید سره په وروستیو ځآیونو کې دي.

خوست، ارزګان، پکتیا، بدخشان، دایکندي، کابل، بادغیس، هلمند، بامیان، سرپل او غور په هېواد کې د وریجو نور تولیدوونکي ولایتونه دي.

همدارنګه د افغانستان د ملي احصایې او مالوماتو ادارې د اټکل له مخې، روان ۱۳۹۹ کال کې افغانستان ۶۵۵ زره ټنه وریجو ته اړتیا لري، چې د تولید کچې ته په کتو ۲۱۵ زره ټنه کموالی شتون لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...