Home » اقتصادی » د آقینې_اندخوی د اوسپنې پټلۍ د جوړولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوي
رویداد خبري آژانس

د آقینې_اندخوی د اوسپنې پټلۍ د جوړولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکه اداره وايي چې د اقینېـ اندخوی د اوسپنې پټلۍ د جوړولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوي دي.

د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۹(لېندۍ ۲۹)د دغې ادارې په یوې اعلامیې کې راغلي دي چې د دغې ۳۱ کیلو مټره اوږدې پټلۍ کار به په راتلونکو څو میاشتو کې بشپړ شي.

اعلامیه زیاتوي: “د دغې پروژې ګټه اخیسته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د کورنۍ شبکې رامنځ ته کېدو لپاره لوی ګام دی.”

دغه پروژه د افغانستان حکومت د پراختیايي بودیجې له خوا تمولیږي.

د اقینې-اندخوی د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزان لړۍ تېر کال پای ته رسېدلې.

که څه هم په وروستیو دوو لسیزو کې له افغانستان سره میلیارډونه ډالر مرسته وشوه خو دغه هېواد لا هم د اوسپنې پتلۍ کورنۍ شبکه نه ده بشپړه شوې.

افغانستان اوس د ازبکستان، ترکمنستان، چین او د ایران د اوسپنې پټلۍ شبکې سره نښلول شوی دی٠

تر دا مهاله په زرګونه ټنه بیلابېل توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته وارد شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...