د نیمروز ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د پیازو د ۱۵ زېرمتونونو چارې بشپړې شوې دي.
د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې اړوند د پیازو د ۱۵ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یاد ریاست چارواکي وايي، د پیازو یاد زېرمتونونه د دې ولایت په چهاربرجک، خاشرود او چخانسور ولسوالیو او دغه راز د نیمروز مرکز زرنج کې د پنځه میلیونه او ۱۳۰ زره افغانیو په لګښت جوړې شوي دي.