Home » دسته‌بندی نشده » پوهنې وزارت:زابل کې ۷ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوې
رویداد خبري آژانس

پوهنې وزارت:زابل کې ۷ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوې

د زابل ولایت شهر صفا او شاجوی ولسوالیو کې د ۷ ښوونځيو نوې ودانۍ د پوهنې رییس نصرالله زاهد، دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو ، قومي مشرانو په ګډون پرانیستل شوې.

د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد وايي د یادو ښوونځيو نوې ودانۍ د ولسي تړون ملی پروګرام له لوري د ۳۴،۷ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړي شوي، چې هره ودانۍ به معیاري ښوونيز ټولګي، لابراتوار، د څښاک اوبو معیاري څاګانې، مبرزونه او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري.

د یاد ولایت د پوهنې رییس وویل:” د شهر صفا ولسوالۍ ټولو ښوونځیو ته به پاملرنه کوي، د ښوونکو د کمبود د تدریس د ښه والي او ودانیو په جوړولو سره به د هغوی اړتیا وي پوره کوي.”

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

Spiritual Analyses: Checking Out the Realm Beyond

Lots of people transform to ...