Home » دسته‌بندی نشده » کندهار کې د ۱۵۹ تاریخي سکو د قاچاق مخه نيول شوې
کندهار کې د ۱۵۹ تاریخي سکو

کندهار کې د ۱۵۹ تاریخي سکو د قاچاق مخه نيول شوې

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر سرحدي ځواکونو بهر ته د ۱۵۹ تاریخي سکو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې یو کس نیولی دی.
د دغه وزارت په وینا، یادې سکې د امان‌الله خان، نادرشاه او محمدظاهرشاه د واکمنیو له دورو سره تړاو لري.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، نیول شوی کس به له څېړنو وروسته له ضبط شویو تاریخي سکو سره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

فوزيه حسن‌خېل

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قطر د منځني ختیځ د بلې جګړې مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کوي

د قطر لومړی وزیر او ...