Home » دسته‌بندی نشده » د امریکا په هوايي حریم کې د الوتنو له ځنډ وروسته د پروازونو بیا پیل
د امریکا په هوايي حریم کې د الوتنو

د امریکا په هوايي حریم کې د الوتنو له ځنډ وروسته د پروازونو بیا پیل

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې د هوايي ټرافیک د کنټرول په سیسټم کې د تخنیکي ستونزې له امله د ټول هېواد په کچه د الوتنو له ځنډولو وروسته، د الوتنو د بیا پیل اجازه ورکړې ده.

د امریکا د ټرانسپورټ وزیر شان ډافي ویلي، چې د جمعې په ماښام د دغه هېواد هوايي حریم بېرته پرانیستل شوی، خو د الوتنو د عادي کېدو لپاره به وخت ته اړتیا وي.

د راپور له مخې، د دې تخنیکي ستونزې له امله تر ۶ زره او ۶۰۰ ډېرې الوتنې لغوه او ۸ زره او ۶۰۰ نورې ځنډېدلې وې، چې له امله یې لسګونه زره مسافر په هوايي ډګرونو کې بند پاتې شوي وو.

دې پېښې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو راهیسې په امریکا کې د الوتنو تر ټولو اوږد سراسري ځنډ رامنځته کړی دی.

فتانه کمال

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قطر د منځني ختیځ د بلې جګړې مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کوي

د قطر لومړی وزیر او ...