د راپورونو له مخې، د نړۍ د نږدې ۲۰۰ هېوادونو استازي د دوشنبې په ورځ د ترکیې په ساحلي ښار انتالیا کې راټولېږي، څو د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په اړه په دوه اوونیزه غونډه (COP31) کې د ځمکې د تودوخې د زیاتوالي د مخنیوي او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په لارو چارو خبرې وکړي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران جګړې او د انرژۍ پر امنیت یې اغېزې، د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا له امله د برېښنا د مصرف زیاتوالی او په اقلیمي همکاریو کې د امریکا د ونډې کمېدل د دې غونډې له مهمو ننګونو څخه دي.
په دې غونډه کې به د شنوخونو د ګازونو د خپرېدو پر کمولو، د پاکې انرژۍ پر پراختیا، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د مالي سرچینو پر برابرولو او د ځمکې د تودوخې د زیاتوالي له پایلو سره د سازګارۍ پر لارو چارو بحث وشي.
په همدې حال کې، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د اقلیمي ژمنو له شتون سره سره، نړۍ لا هم د ځمکې د تودوخې د زیاتوالي د ۱.۵ درجې سانتيګراد حد څخه د اوښتو پر لور روانه ده.
ټاکل شوې د COP31 غونډه د نومبر تر ۲۰مې نېټې دوام وکړي او موخه یې د اقلیمي بحران پر وړاندې د نړیوالو همکاریو پیاوړتیا ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس