Home » سیمه او نړی » ټرمپ د قطر له لومړي وزیر سره د ایران جګړې او ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خبرې کوي
ټرمپ

ټرمپ د قطر له لومړي وزیر سره د ایران جګړې او ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خبرې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په سپینه ماڼۍ کې د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره ليدنه ترسره کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې له خنډونو سره مخ دي او قطر هڅه کوي د ایران د اټومي پروګرام او د جګړې د پای ته رسولو پر شرایطو د واشنګټن او تهران ترمنځ اختلافونه راکم کړي.
ټرمپ ویلي، که له ایران سره پیاوړې هوکړه وشي، پر دغه هېواد د نویو بریدونو احتمال به ډېر کم وي؛ خو خبرداری یې ورکړی، چې د پوځي عملیاتو د بیا پیل په صورت کې به د ایران نور بنسټيز جوړښتونه هم په نښه کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کینیا کې د مذهبي ډلې مشر د ۱۹۰ ماشومانو د وژنې په تور په ۲۰۰ کاله بند محکوم شو

د کینیا یوې محکمې د ...