د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وایې، چې په افغانستان کې یې لس زیږنتونونه جوړ او ګټې اخېستنې ته سپارلي دي.
یاد وزارت (شنبې، د لیندۍ ۱۷مه)په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا زېږنتونونه په هرات، کندهار، پکتیا، ننګرهار، پکتیکا، هلمند او بلخ کې پرانېستل شوي دي.
دغه وزارت له افغانستان سره د خپلو بشر دوستانه مرستو پر دوام ټينګار کړی او ویلي یې دي چې، دوی به خپلې مرستې له دغه هېواد ونه سپموي.
بلخوا یوشمېر روغتیاپالان وایې چې د یادو زیږنتونونو په جوړیدو سره به په هېواد کې د مور او ماشوم د مړینې کچه راکمه شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچې له زیاتېدو خبرداری ورکړی و او ویلي یې و، چې په افغانستان کې په هر دوو ساعتونو کې یوه مور زېږون پورې اړوند عواملو له کبله مري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس