د امریکا نوي ولسمشر ډونالډټرمپ په خپل لومړي اقدام کې د خپلې ټاکنیزې ډلې مشره سوزان وېلز د سپینې ماڼۍ د دفتر د مشرې په توګه ګومارلې ده.
وایلز د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین یوه له دوو مدیرانو څخه وه.
ټرمپ د خپلې وینا پرمهال وېلز د داسې مېرمنې په توګه یاده کړې چې له ده سره یې مرسته وکړه چې، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر سیاسي بري ته ورسېږي.
د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې له بري وروسته سوزي وایلز د ټرمپ لومړۍ ګومارنه ده او هغه به لومړنۍ ښځه وي چې د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مشري کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس