Home » دسته‌بندی نشده » ټرمپ په خپله لومړۍ ګمارنه کې سوزان وېلز د سپینې ماڼۍ د دفتر مشره ټاکلې

ټرمپ په خپله لومړۍ ګمارنه کې سوزان وېلز د سپینې ماڼۍ د دفتر مشره ټاکلې

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډټرمپ په خپل لومړي اقدام کې د خپلې ټاکنیزې ډلې مشره سوزان وېلز د سپینې ماڼۍ د دفتر د مشرې په توګه ګومارلې ده.
وایلز د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین یوه له دوو مدیرانو څخه وه.
ټرمپ د خپلې وینا پرمهال وېلز د داسې مېرمنې په توګه یاده کړې چې له ده سره یې مرسته وکړه چې، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر سیاسي بري ته ورسېږي.
د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې له بري وروسته سوزي وایلز د ټرمپ لومړۍ ګومارنه ده او هغه به لومړنۍ ښځه وي چې د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مشري کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د خوړو نړيوال پروګرام: دافغانستان دوه پر دریمه برخه خلک له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ...