Home » اقتصادی » غزني کې د بټریو د تولید يوه فابريکه په کار پیل کوي

غزني کې د بټریو د تولید يوه فابريکه په کار پیل کوي

ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې په غزني کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د بټریو د تولید يوه فابريکه په کار پیل وکړي.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مشر عبدالمتین قلندري نن  خبریالانو ته وویل چې دغه کار خونه به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې  چې د دغې فابريکې په تړاو د سوداګرۍ او صنعت وزارت له چارواکو سره خبرې شوې دي او ټاکل شوې چې په دغه کار خونه کې به غټې او وړې بټرۍ جوړې شي.

ښاغلی قلندري وایي، د بټریو د تولید دغه فابريکه د خصوصي سکټور د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړېږي.

د غزني سوداګرۍ او صنعت خونې چارواکي وایي، سره له دې چې د غزني ولایت خصوصي سکټور د ناامنیو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی، خو بیا هم په هېواد کې پانګونې ته ژمن دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګري زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ...