Home » 2026 » سپتمبر (page 4)

Monthly Archives: سپتمبر 2026

د ميزان له لومړۍ نېټې څخه د دولتي ادارو کاري ساعتونه بدلېږي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال د میزان له لومړۍ نېټې څخه به د مرکزي او ولایتي ادارو کاري ساعتونه بدل شي. د وزارت د معلوماتو له مخې، کارکوونکي به د شنبې له ورځې تر چهارشنبې پورې د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د ...

Read More »

د ایران په سراوان کې لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال د تندې له امله مړه شوي

د بشري حقونو د ډلې «حال‌وش» د راپور له مخې، لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ایران په سوېل‌ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په روتک سیمه کې د سختې تندې له امله مړه شوي دي. د ...

Read More »

د سند عالي محکمې د افغان طبي زده‌کړیالانو د ایستلو حکم وځنډاوه

د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) هغه لارښوونه تر راتلونکې محکمې ناستې وځنډوله چې له مخې یې په پاکستان کې پر طبي زده‌کړو بوخت افغان زده‌کړیالان افغانستان ته د ستنېدو مکلف شوي وو. محکمې همداراز امر کړی چې تر راتلونکې ناستې ...

Read More »

ګوترېش: د نړۍ د اوسنیو واقعیتونو لپاره د نړیوالو بنسټونو اصلاح اړینه ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د هند په نوي ډیلي کې د ۲۰۲۶ کال د بریکس په ۱۸مه سرمشریزه کې ویلي، چې د نړۍ اقتصادي، نفوسې او جیوپولیټیک واقعیتونه د ۱۹۴۵ کال له وضعیت سره ډېر توپیر لري او نړیوال بنسټونه باید د اوسني نړیوال نظم له اړتیاوو سره ...

Read More »

په افغانستان کې ۱۷۹ زره کسانو ته د توبرکلوز د تشخیص زمینه برابره شوې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، چې په افغانستان کې یې ۱۷۹ زره او ۸۴۵ کسانو ته د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص ازموینې زمینه برابره کړې ده. دغه بنسټ نن (یک‌شنبه، د وږي ۲۲مه) په اکس کې لیکلي، چې یادو کسانو د روان کال له اپرېل ...

Read More »

ایران او امارات د منځني ختیځ د ترینګلتیاوو کمولو لپاره د بریکس اعلامیه لاسلیک کړه

ایران او متحده عربي اماراتو د منځني ختیځ د روانو ترینګلتیاوو د کمولو په موخه د بریکس سازمان په ګډه اعلامیه کې ګډون او لاسلیک وکړ. د رویټرز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په نوې ډیلي کې د بریکس هېوادونو د غونډې په څنډه کې د ...

Read More »

یان ایګلنډ: په کابل کې دې سفارتونه بېرته پرانیستل شي

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ، له اروپايي، شمالي امریکايي او نورو هېوادونو څخه غوښتي چې په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي او د ا.ا له چارواکو سره دې تعامل وکړي. ایګلنډ له فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د سفارتونو ...

Read More »

ټرمپ: که چینايي شرکتونه په امریکا کې موټر تولید کړي، مخالفت به یې ونه کړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، چې که چینايي موټر جوړونکي په امریکا کې دننه د موټرو د تولید فابریکې جوړې کړي، دی به ورسره مخالفت ونه کړي. نوموړي دا څرګندونې له «فاکس نیوز» سره په مرکه کې کړې دي، په داسې حال کې چې د ...

Read More »

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوض‌اوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.په دې لیدنه کې د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرو ...

Read More »

روسیه د تاجکستان او افغانستان پولې ته ځانګړې پاملرنه کوي

د روسیې دفاع وزیر اندري بیلوسوف وايي، مسکو د تاجکستان او افغانستان د پولې پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.د روسي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، هغه زیاته کړې چې په تاجکستان کې د روسیې پوځي اډه د بهرنیو ګواښونو د مخنیوي لپاره په چمتووالي کې ده.بیلوسوف ویلي، روسیه او تاجکستان ...

Read More »