Home » 2026 » سپتمبر (page 3)

Monthly Archives: سپتمبر 2026

د کنړ او پکتیکا بريدونه؛ مجاهد د پاکستان د هوايي بریدونو غندنه کړې

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد، وايي چې پاکستان پوځ تېره شپه په کنړ او پکتیکا ولایتونو کې ملکي سیمې د هوايي بریدونو هدف ګرځولي دي. مجاهد ویلي چې په دغو بریدونو کې په کنړ کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او دوه ښځې او دوه نور نارینه ټپیان ...

Read More »

UN-Habitat: د نړۍ د پاکولو نړیواله ورځ سږ کال د خوړو د ضایعاتو پر مخنیوي تمرکز کوي

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام پر اېکس‌پاڼه ليکلي، چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر ۲۰مه د «نړۍ د پاکولو نړیوالې ورځې» په توګه لمانځل کېږي او د دې ورځې سږنی شعار «له پاکو لوښو تر پاکو ښارونو» ټاکل شوې او تمرکز یې د خوړو د ضایعاتو پر مخنیوي، ...

Read More »

فیدان: ترکیه د حوثیانو پر وړاندې د سعودي ملاتړ ته چمتو ده

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وايي، هېواد یې چمتو دی چې د سعودي عربستان او پاکستان ترڅنګ د درې‌اړخیز دفاعي تړون په چوکاټ کې د حوثیانو پر وړاندې د سعودي ملاتړ وکړي. فیدان ټینګار کړی چې سعودي عربستان باید د ایران او امریکا ترمنځ په روانه جګړه ...

Read More »

قانع: د ترکیې او قطر پلاوو سفرونه د سیمه‌ییز ثبات لپاره مهم دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، افغانستان ته د ترکیې او قطر د لوړپوړو پلاوو سفرونه مهم او اغېزناک بللي او ویلي یې دي چې دغه سفرونه کولی شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي اړیکو له پیاوړتیا سره مرسته وکړي. قانع زیاته کړې ...

Read More »

عمران خان په زندان کې له سختو شرایطو سره مخ دی

د بریټانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسون په «ډیلي مېل» کې په خپله تازه مقاله کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د زندان د شرایطو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.جانسون ادعا کړې چې ۷۳ کلن عمران خان په یوه کوچنۍ، له حشراتو ډکه خونه کې، چې ...

Read More »

د واخان طبیعي یخچالونه په چټکۍ سره د ویلې کېدو له ګواښ سره مخ دي

د واخان طبیعي یخچالونه د اقلیمي بدلونونو او د هوا د تودوخې د لوړېدو له امله په چټکۍ سره د ویلې کېدو له ګواښ سره مخ دي. د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین وايي، د تودوخې زیاتوالی د یخچالونو د کمېدو له مهمو لاملونو څخه دی. د بدخشان د ...

Read More »

روسیه: د افغانستان د نړیوال ادغام لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سپټمبر په ۱۶مه غونډه کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی وکړ. نوموړي وویل، تمه لري چې د یوناما نوې مشره به د افغان چارواکو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ...

Read More »

په ۱۴ ولایتونو کې ۴۹ ښارګوټي بېرته دولتي ملکیت تثبیت او ترلاسه شوي دي

د عدلیې وزارت وایي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۴۹ ښارګوټي په بشپړ یا جزوي ډول دولتي ملکیت تثبیت او بېرته ترلاسه شوي دي. دغه وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب ...

Read More »

ا.ا مکې مکرمې ته څېرمه د ډرون پېښه په کلکو ټکو غندلې

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت مکې مکرمې ته څېرمه د «ډرون برید د ترسره کولو د هڅې» په اړه د راپورونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د «حرمینو شریفینو» پر ...

Read More »

د ایران جګړې په اړه د امریکا د استازو جرګې درېیم پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د امریکا د استازو جرګې د درېیم ځل لپاره پرېکړه‌لیک تصویب کړی چې له مخې یې د کانګرس له تایید پرته په ایران کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پوځي عملیاتو د دوام مخه نیول کېږي.د معلوماتو له مخې، دغه پرېکړه‌لیک د ۲۲۰ موافقو او ۲۰۴ مخالفو رایو په ترلاسه ...

Read More »