د اوکرایین پوځي چارواکي وایي د یکشنبې سهار وختي یې د دغه هېواد د پلازمېنې کیېف فضا کې شاوخوا شل روسي ډرونونه ویشتلي او په دې توګه یې نسبتآ یو ستر برید شنډ کړی دی. دوی ویلي چې په دغه برید کې ایراني “شاهد” ډرونونه کارول شوي وو. اوکراییني چارواکي ...
Read More »Monthly Archives: سپتمبر 2023
د مراکش زلزله؛ پاچا درې ورځنۍ ملي ماتم اعلان کړی
د مراکش کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د ریختر په کچه ۶ اعشاریه ۸ درجې زلزله کې د وژل شویو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتی او همدومره نور ټپیان دي. دغه وزارت زیاته کړې چې له ۱۴۰۰ د ډېرو کسانو ټپونه ژور دي او دا چې ډېره مرګ ...
Read More »زاړه سیالان په اسیا کپ کې؛ هندي توپ وهونکو ښه پیل وکړ، خو لوبه د باران له امله درېدلې ده
د اسیا جام په دویم پړاو سیالیو کې نن (یکشنبه) د هند او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې له یوه بل سره مخ دي، دا لوبه د سریلانکا په کولمبو ښار کې روانه ده او دواړه لوبډلې د روان اسیا جام پای لوبې ته د رسېدو هڅه کوي. د دغې لوبې ...
Read More »ملګرو ملتونو یو میلیون افغان ماشومانو او مېرمنو ته د خوړو د کمېدو خبر ورکړ
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې یو میلیون ماشومانو او مېرمنو ته د هغو خوړو د کمېدو خبر ورکړ چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره په کارېږي. د خوړو نړیوال پروګرام دا خبر په خپله ایکسپاڼه کې خپور کړ. یوه ورځ مخکې تر دې د خوړو د نړیوال پروګرام ...
Read More »افریقایي ټولنې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو غړیتوب ترلاسه کړ
افریقایي ټولنې، چې پنځه پنځوس غړي هېوادونه لري، نن د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو یا جي شل غړیتوب ترلاسه کړ. د هند صدراعظم نریندرا مودي په نوي ډیلي کې د جي شل غونډې د پرانیستو پر مهال د افریقایي ټولنې د غړیتوب هرکلی وکړ او ویې ویل چې ...
Read More »د تورخم لارې د خلاصون لپاره ډیپلوماتیکې هڅې پیل شوي
نګرهار کې ځايي چارواکي وايي له پاکستاني ځواکونو سره د تېرې چارشنبې ورځې تر نښتې وروسته نن (شنبه، سپتمبر ۹مه) څلورمه ورځ هم تورخم دروازه د هر ډول مسافرو او ترانزیت پر مخ د پاکستان له لوري بنده ده. دغو چارواکو له خلکو غوښتي چې تورخم ته د سفر کولو ...
Read More »مراکش کې زورورې زلزلې څه باندې ۸۰۰ کسان وژلي
یوې زورورې زلزلې د مراکش مرکزي برخې لړزولې او د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت مسوولینو په وینا له همدې کبله ۸۲۰ کسان وژل شوي، تر ۳۲۰ ډېر ژوبل شوي دي. د مراکش د کورنیو چارو وزارت ویلي، د وژل شویو شمېر تر ۸۰۰ کسانو اوښتی او د ۲۰۵ روغتیايي ...
Read More »د هند سینما کې نوي ریکارډونه؛ د شاهرخ خان جوان فلم مخکیني ریکارډونه په خپل نوم کړل
د هند نوموتي ستوري شاهرخ خان نوی فلم پرون د سپټمبر په ۷ نندارې ته وړاندې شو. دغه فلم چې جوان نومیږي، په خپل لومړۍ ورځ یې د پیسو ګټلو له امله ډېر ریکارډونه مات کړل. دغه فلم چې د اتلي په لارښوونې جوړ شوی، په خپل لومړۍ ورځ یې ...
Read More »چین کې د ایفون پر کارونې بندیز د اپل د ونډو بیه راغورځولې
په چین کې د حکومتي مامورانو له هغې پرېکړې وروسته چې ایفون به نور نه کاروي، د امریکايي اپل شرکت ونډې د دویمې پرلپسې ورځې لپاره رالوېدلې ده. یوازې په تېرو دوو ورځو کې د دغه شرکت ارزښت د ونډو په بازار کې په سلو کې شپږ رالوېدلی، په دې ...
Read More »د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي افغان نجونو او هلکانو ته د زده کړو پر حق ټینګار کړی
د اسلامي همکارۍ سازمان افغانستان ته د خپل پلاوي له سفره وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې باید ټولو نجونو او هلکانو ته د زده کړو برابر حق ورکړل شي. د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي د افغانستان د سفر په ترڅ کې د سرپرست د حکومت د پوهنې، لوړو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس