Home » 2023 » سپتمبر (page 5)

Monthly Archives: سپتمبر 2023

اسیا کپ؛ سریلانکا د لوبې پچه وګټله او لومړی مندې جوړوي

افغان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو لوبو اسیا کپ سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه له سریلانکا سره پیل کړه. د سریلانکا لوبډلمشر د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. سریلانکا تر دې وړاندې خپله لومړنۍ سیالۍ د ...

Read More »

د سرپل ښوونکو ته ښارګوټی جوړیږي

د ښار جوړونې وزارت په سرپل ولایت کې د معلمانو د ښارګوټي د جوړولو د عملي کار د پیل اعلان وکړ. د باختر اژانس د خبريال د خبرله مخې : دغه ښارګوټی د سرپل ولایت په مرکز کې په څه دپاسه ١٥٠ جريبه ځمکې کې ابادیږي. تمه ده ٣٠١ د ...

Read More »

عراق کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۸ شیعه زیارت کوونکي په ترافیکي پېښه کې مړه شوي

د عراق د روغتیا وزارت چارواکو نن وویل، چې لږ تر لږه اتلس کسان چې ډېره برخه یې ایراني زیارت کوونکي دي د پلازمېنې بغداد په شمال کې د دوو بسونو د ټکر په پېښه کې مړه شوي دي. فرانس پرس خبري اژانس د یو روغتون د چارواکو له قوله ...

Read More »

د کربلا زیارت کوونکو ته په پاسپورټ اخیستو کې لومړیتوب ورکول کیږي

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست وايي، د پاسپورت د وېش په بهیر کې د کربلا زیارت کوونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي. دغې ادارې پر خپلې اېکس شبکې د یوې ویډیو په خپرولو سره، ادعا کړې چې دا بهیر دوام لري او هره ورځ لسګونه زیارت کوونکو ته پاسپورټونه ...

Read More »

امریکا او بریتانیا له خپلو وګړو غوښتي، څو د پاکستان ګلګیټ او بالتستان ته سفر و نه کړي

بریتانیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د پاکستان تر واکمنۍ لاندې ګلګت او بالتستان ته له تګ ډډه وکړي. د امریکا متحدو ایالتونو هم خپلو وګړو ته ویلي، چې د پاکستان شمالي سیمو ته د سفر پر مهال “خورا محتاط” اوسي. د ګلګت بلتستان ځينو ښارونو کې له څه ...

Read More »

اوکرایین: اودیسا کې مو د روسیې ۲۲ ډرونونه نسکور کړي

اوکراییني چارواکیو ویلي چې تورې بحیرې ته نږدې پر اودیسا سیمې یې د روسیې لخوا د ډرونونو یو نسبتآ پراخ برید ناکام کړی دی. د اوکرایین هوايي ځواکونو ویلي، چې دغلته یې ۲۲ چاودېدونکي ډرونونه راغورځولې دي. د دوی اړوند د ټېلېګرام په یوه کانال کې لیکل شوي، چې په ...

Read More »

د کرېکټ ۲۰۲۳ اسیايي کپ؛ افغان اتلان د بنګله دېش سره نن لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن (یکشنبه د سپتمبر ۳مه) د کرېکټ اسیايي کپ په سیالیو کې له بنګله دېش سره لوبه لري. دا په دغو سیالو کې د افغانستان لومړنۍ او د بنګله دېش دویمه لوبه ده. بنګله دېش خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته بایللې وه. د افغانستان او ...

Read More »

د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د یرغل په جرم دوه کسان په اوږده بند محکوم شول

په واشنګټن کې یوه فدرالي قاضي د ښي اړخې پراوډ بوایز ډلې دوه پخواني مشران د کانګرس پر ودانۍ د یرغل په جرم په اوږده بند محکوم کړل. جوزف بیګس او زاخاري ریل پرون د اګست په ۳۱مه په ترتیب سره په ۱۷ او ۱۵ کلونو بند محکوم شول. بیګس ...

Read More »

په اسیا کپ کې د سریلانکا کمزورې لوبډلې ځواکمن پیل

د اسیا کپ دویمه سیالۍ، چې د سریلانکا په پالي کیلي کې پرون د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ ترسره شوه، سریلانکا لوبه وګټله. د لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې توپ وهنه پیل کړه. بنګله دېش لوبډله په ۴۳ اورونو کې وسوځیده او یوازې ۱۶۴ منډې یې ...

Read More »

بدخشان کې د ترافیکي پیښې له کبله د یوې کورنۍ۷ غړي مړه شوي

د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې تیره ورځ له غرمې وروسته د دې ولایت د ياوان ولسوالۍ د شينګان په کلي کې یو هیلو کس ډوله موټر له سړک څخه پریوتی، چې له کبله یې د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي. د سرچینې په خبره، چې د ...

Read More »