ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې روسي ځواکونو له اوکرايني ځواکونو څخه د ليسيچانسک په نوم سيمه نيولې او په بشپړه توګه يې تر خپل کنټرول لاندې کړې ده. د راپور له مخې، د روسيې دفاع وزير سرګي شوېګو ولسمشر پوتين ته د اوکراين جګړې په اړه راپور وړاندې کړی ...
Read More »Monthly Archives: جولای 2022
د کرکټ بورډ پخوانی رئيس عزيزالله فضلي د جعل په تور نيول شوی
رويداد خبري اژانس ته حکومتي سرچينو تائيد کړې چې د کرکټ بورډ پخوانی رئيس عزيزالله فضلي، د جعل په تور د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی دی. سرچينې زياته کړې، چې نوموړي غوښتل د يوه جعلي مکتوب پر بنسټ ځان د کرکټ بورډ نوی رئيس په توګه معرفي کړي؛ ...
Read More »اسټراليا يو وار بيا په افغانستان کې پر جنګي جرمونو اعراف کړی
د اسټراليا نوي دفاع وزير ريچارډ مايلز يو وار بيا اعتراف کړی، چې ځواکونه يې په افغانستان کې د ماموريت پرمهال پر جنګي جرمونو مرتکب شوي او د عاملانو محاکمه کېدل به يې دوام ولري. نوموړي يوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې دغه جنګي جرمونه خورا د شرم وړ ...
Read More »ډنمارک کې وسلهوال کس درې تنه وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي
د ډنمارک پلازمېنې کوپنهاګن په يوه سودګريز مرکز کې يوه کس چې وسله ورسره وه پر خلکو ډزې کړي. د ډزو په ترڅ کې ۳ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. په کوپنهاګن کې د پوليسو مشر سويرين توماسن ويلي، چې بريد د يوه ۲۲ کلن ...
Read More »اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو سره ۴۰ ميليون يورو مرسته اعلان کړه
اروپايي ټولنې په افغانستان کې ماشومانو ته دګوزڼ ضد واکسين د تطبيق او ځينو نورو برخو کې د ماشومانو ملاتړ په موخه د ۴۰ ميليون يورو مرستې اعلان کړی دی. د ماشومانو لپاره دملګرو ملتونو وجهي صندو يا يونيسف نن يکشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) ويلي، چې د اروپايي ټولنې ...
Read More »قطر د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو پر دوام اندېښنه ښودلې
قطري چارواکو په افغانستان کې د بشري ناورين د دوام ترڅنګ، په دې هېواد کې له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو د تړلو پر دوام هم اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په عالي شورا کې د قطر د استازولۍ سرپرستې جوهره السويدي يادې شورا ته ...
Read More »عبدالکريم خرم: تورخم او سپين بولدک کې د افغانانو سپکاوی دوام لري
د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزير او پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس عبدالکريم خرم وايي، چې په تورخم او سپين بولدک کې پښتونخوا او پاکستان ته د اوښتو پرمهال افغانان له بېلابېل ډول سپکاويو سره مخ کېږي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې نن يکشنبه د (چنګاښ ...
Read More »پاکستان کې د بس چپه کېدو له امله ۱۹تنه مړه شوي
د پاکستان جيو نيوز ټلوېزيو نن يکشنبه د (چنګاښ په ۱۲مه) راپور ورکړی، چې د بلوچستان ايالت په شيراني ولسوالۍ کې مسافر وړونکی بس کندې ته لوېدلی او په کې ۳۱ سوارليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپور له مخې، بس له راولپنډۍ څخه د کووټې پر لور روان ...
Read More »هند کې د پاڼ ښويېدنې له امله ۲۶ تنه مړه شوي
فرانس پرېس اژانس راپور ورکړی چې د هند په منيپور ايالت کې د اورګاډي يوې پروژې د ساتونکو پر کمپ د خاورو پاڼ ښويېدلی او په ترڅ کې يې ټولټال ۲۶ کسان مړه شوي دي. د راپور له مخې، پاڼ د هند د پوځ اړوند د هغې نظامي قطعې پر ...
Read More »حکمتيار: که د نجونو ښوونځيو بندول دوام وکړي، ګڼې کورنۍ ښايي هېواد پرېږدي
د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار په کابل کې د ديني عالمانو لويې غونډې پرېکړهليک ته غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، تمه وه چې دا غونډه به په افغانستان کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د زدهکړو په اړه هم مثبته پرېکړه وکړي. نوموړي له بيبيسي سره په ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس