Home » 2022 » جولای (page 12)

Monthly Archives: جولای 2022

علماوو پرېکړه‌ليک: د نظام پر ضد وسله‌وال مخالفت بغاوت دی او مخه دې يې ونيول شي

په کابل کې د ديني عالمانو درې ورځنۍ غونډه نن شنبه د (چنګاښ په ۱۱مه) د يوه ۱۱ ماده‌ييز پرېکړه‌ليک په صادرولو سره پای ته ورسېده. په دې پرېکړه‌ليک کې راغلي، چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د فسا او غصب په ختمولو سره مستحکم حکومت رامنځته کړی او ...

Read More »

ګارډين: د بريتانيې سفارت سلګونه کارکوونکي په افغانستان کې اېسار دي

ګارډين ورځپاڼې راپور ورکړی، که څه هم برېتانوي چارواکو په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته خپل زرګونه افغان همکاران له افغانستان څخه برېتانيې ته لېږدولي؛ خو لا هم دغلته د برېتانيې سفارت سلګونه افغان کارکوونکي اېسار پاتې دي. د ګارډين ورځپاڼې د راپور له مخې، د يادو کسانو شمېر ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې نامالومو وسله‌والو درې کسان هدفي وژلي

د هدفي وژنو په ترڅ کې يو وار بيا نامالومو وسله‌والو پرون جمعه د (چنګاښ په ۱۰مه) په شمالي وزيرستان کې ۳ ځوانان وژلي دي. ځايي سرچينو ويلي، لومړۍ پېښه د ميرعلي په بازار کې هغه وخت رامنځته شوه، چې پر موټرسايکل سوارو کسانو په ياد بازار کې پر دوو ...

Read More »

امريکا: پر ښځو د بنديزونو له دوام سره به ط.البان د تعامل فرصت له لاسه ورکړي

امريکايي چارواکو په افغانستان کې پر بشري حقونو او په ځانکړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو بنديزونه چې زده‌کړو ته د نجونو لاسرسي محدودول هم په کې شامل دي، اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو بشري حقونو په عالي شورا کې د امريکا استازي ميشل ټيلر پرون جمعه ...

Read More »

رينا اميري: له ط.البانو سره د نړيوالو تعامل د بشري حقونو په برخه کې ګټه نه ده کړې

د افغانستان لپاره د بشري حقونو او د ښځو په برخه کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري وايي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو نقض په بې سارې توګه دوام لري. نوموړې په دوحه کې د اسلامي امارت او امريکايي ...

Read More »

ملګري ملتونه: د افغان ميرمنو د حقونو خونديتوب لپاره دې همغږي رامنځته شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړيوالې شورا يو بيا په افغانستان کې د نجونو او ميرمنو پر حقونو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې لا هم دغلته د ميرمنو او نجونو د حقونو نقض په شدت سره دوام لري. د يادې شورا مشرې ميشل باشلې پرون جمعه د ...

Read More »