د بېلاروس ولسمشر اليکساندر لوکاشينکا ادعا کړې چې اوکرايني ځواکونو د بېلاروس پر خاوره څو متعدد توغندي توغولي دي او په خبره يې، په دې توګه اوکراين پر بېلاروس د توغنديو بريد کړی دی. لوکاشينکا زياته کړې، چې اوکراين څو ورځې وړاندې د بېلاروس پر خاوره يو شمېر توغندي توغولي؛ ...
Read More »Monthly Archives: جولای 2022
کرزي: د ديني عالمانو ترسره شوې غونډه د ولس استازولي نه شي کولی
پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ديني عالمانو ترسره شوې غونډې ته په غبرګون کې ويلي، چې ياده غونډه د ط.البانو خپلمنځي ناسته وه او نه شي کولی چې د ټول ولس استازولي وکړي. نوموړي له العربيه ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې، چې پرون سېشنبه د (چنګاښ ...
Read More »عبدالحکيم نورزی: ټولشموله حکومت د افغانستان د بربادۍ په مانا دی
په مخکيني حکومت کې د ملي امنيت شورا مرستيال عبدالحکيم نورزی وايي، تجربو ښودلې چې په افغانستان کې ټولشموله حکومت پايله نه ده ورکړې او په خبره يې اوس يې د رامنځته کېدو اړتيا نه احساسېږي. نوموړي د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست اميرخان متقي سره د ليدنې پرمهال ويلي، ...
Read More »حکومت معلولو کسانو ته د امتيازاتو د اجرا کولو پروسه پيل کړې
د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان خبر ورکوي، چې په ټولو ولايتونو کې د معلولانو د تشخيص پروسې له بشپړېدو وروسته يې، يادو معلوليت لرونکو کسانو ته د مالي امتياز اجرا کولو پروسه پيل کړې ده. د نوموړي وزارت مرستيال عبدالحکيم حقاني نن سېشنبه د ...
Read More »چين: د امريکا غير مسوولانه لاسوهنه په افغانستان کې د اقتصادي بېثباتۍ لامل شوې
چينايي چارواکو يو وار بيا پر امريکا تور پورې کړی چې ګواکې د افغانستان په اړه د نوموړي هېواد ناسم سياستونه د دې لامل شوي، څو په افغانستان کې اقتصادي ناورين سخت او دوام وکړي. په کابل کې د چين سفير وانګ يوو پرون دوشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) افغاني ...
Read More »شمالي وزيرستان کې ځانمرګي بريد ۹ پاکستاني پوځيان ژوبل کړي
په شمالي وزيرستان کې ځايي چارواکو خبر ورکړی چې پرون دوشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) مازدېګر مهال د پاکستاني پوځيانو د موټرو پر يوه کاروان ځانمرګی بريد شوی دی. چارواکو زياته کړې، چې ځانمرګي بريدګر خپل چاودېدونکي توکي په موټرسايکل کې ځای پر ځای کړي ول او د شمالي وزيرستان ...
Read More »رينا اميري: پر ط.البانو لګېدلي بنديزونه د دوی د عمل نتيجه ده
د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امريکا ځانکړې استازې رينا اميري وايي، دا مهال افغان ميرمنې د ط.البانو له لوري له جنسيتي تبعيض سره مخ دي او په خبره يې داسې توپيري چلند ورسره کېږي، چې په هېڅ اسلامي هېواد کې ورسره نه دی شوی. ...
Read More »د امريکا په شيکاګو کې د ازادۍ پر جشن د بريد له امله ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د امريکا په شيکاګو ايالت کې پرون دوشنبه ناوخته د (چنګاښ په ۱۳مه) د ازادۍ جشن نمانځنې پرمهال د وسلهوال بريدګر له لوري پر خلکو ډزې شوي. پوليسو ويلي چې ډزې د رابرټ يي کريمو په نوم يوه ۲۲کلن هلک کړي او په ترڅ کې يې ۳ تنه وژل شوي ...
Read More »د کاراکالپاکستان په نااراميو کې ۱۸کسان وژل شوي او ۲۴۰ ټپيان دي
د ازبکستان چارواکو تائيد کړې چې په کاراکالپاکستان (قاراقالپاکستان) کې د امنيتي ځواکونو پر شمول عامو خلکو ته هم د روانو ناارامنيو په ترڅ کې زيان اوښتی دی. د ازبکستان د لويې څارنوالۍ وياند ابرار مماتاوف نن دوشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) د نوموړي هېواد ۲۴ ټلوېزيون ته ويلي، چې ...
Read More »سېګار: پر افغان رسنيو لګېدلي بنديزونه اندېښمنوونکي دي
د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړې مفتش يا سېګار په دې وروستيو کې د سرپرست حکومت له لوري د افغانستان پر کورنيو رسنيو د بنديزونو لګولو له امله اندېښنه ښودلې. دې ادارې نن دوشنبه د (چنګاښ په ۱۴مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، چې طالبان د هرې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس