انسان سره په خپل ژوند کې ډېرې پېښې کېږي، ځينې پېښې خو ان دومره خطرناکې هم وي، چې انسان پکې د ژوندي پاتې کېدو هيله هم له لاسه ورکړي، همداسې يوه پېښه په چين کې له يوې مور او لور سره وشوه، خو هغوى خپل ژوند څنګه وژغورو؟
د چينايي رسنيو د راپورونو په وېنا، په چين کې يوه مور او لور په څلور منزله تعمير کې په لفټ کې بندې پاتې شوې او څلور ورځې په دغه لفټ کې بندې وې.
په دې څلور ورځو کې دوى د خپل ژوند د ژغورلو لپاره داسې څه وکړل، چې په اورېدو يې سړى بېخي يقين هم نه شي کولاى.
د مېل انلاين د راپور په وېنا، دا مور او لور د چين د شانزي ايالت اوسېدونکې دي، د مور عمر ٨٢ کاله دى او د لور عمر يې بيا ٦٤ کاله دى.
دغه مور او لور په څلورم منزل خپل کور ته په لفټ کې روانې وې، چې لفټ پرې خراب شو او دواړه په لفټ کې دننه بندې پاتې شوې.
په راپورونو کې ويل شوي دي، چې له دواړو سره هغه مهال موبايلونه نه ول، نو هغوى ونه شول کولاى چې بهر له چا سره اړيکه ونيسي. همدا راز له دوى پرته يې په کور کې بل څوک هم نه ول، چې د دوى پلټنه وکړي.
دغه مور او لور څلور ورځې د يوې بلې متيازې وڅښلې او په دې چل سره يې خپل ژوند وژغوره. په همدې څلور ورځو کې يې لور هڅه کوله چې د لفټ پورتنۍ برخه ماته کړي او د بهر راوتلو هڅه وکړي.
په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د څلور ورځو له هڅو وروسته په څلورمه ورځ دغه ښځه په دې وتوانېدله چې د لفټ پورتنۍ برخه کې دومره ځاى جوړ کړي، چې هغه ترې بهر راوځي، له بهر راوتلو سره سم يې د مرستې لپاره چيغې وکړې، چې وروسته ورته د مرستې لپاره خلک راورسېدل او له لفټ څخه يې دغه مور او لور راوويستلې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس