دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې د امریکا سترې محکمې د ټرمپ له پخوانیو تعرفو سره مخالفت وکړ. محکمې ویلي، چې د تعرفو ټاکل په اصل کې د کانګرس صلاحیت دی او ولسمشر یوازې هغه وخت دا کار کولی شي چې قانون ورته واضح اجازه ورکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ ورته اقدام ترسره کوي،
ټرمپ تر دې د مخه هم اپرېل مياشت کې پر نړیوالو وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه اعلان کړې وه او تر هغه وروسته يې د چین پر سلګونو میلیارد ډالرو وارداتو تعرفه له ۱۰ سلنې څخه تر ۱۵ سلنې پورې لوړه کړې وه.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس