Home » افغانستان » افغانستان کې؛ ۱۵.۹ میلیونه کسان له شدیدې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي
یونېسف

افغانستان کې؛ ۱۵.۹ میلیونه کسان له شدیدې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، افغانستان د خوړو او تغذیې له مخ پر خرابېدونکي کړکېچ سره مخ دی او اوس مهال ۱۵.۹ میلیونه کسان له شدیدې خوراکي ناامنۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د یونېسف د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر او اکتوبر میاشتو ترمنځ د افغانستان شاوخوا ۳۲ سلنه نفوس له کړکېچنې یا تر هغې بدترې کچې خوراکي ناامنۍ سره مخ وو، چې له ډلې یې ۳.۴ میلیونه کسان د لوږې له اضطراري کچې سره مخ وو.

دغه اداره زیاتوي، چې د اګست او اکتوبر میاشتو ترمنځ په ماشومانو کې د کم وزنۍ کچه تر ټولو لوړې اندازې ته رسېدلې، چې په ټول هېواد کې د ماشومانو د تغذیوي وضعیت د خرابېدو ښکارندويي کوي.

د یونېسف په وینا، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به له څلورو میلیونو ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتیا ولري او د ژمي په میاشتو کې به د خوراکي ناامنۍ وضعیت لا پسې خراب شي.

د خوړو د خوندیتوب د پړاوونو د طبقه‌بندۍ (IPC) د اټکلونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د نومبر او ۲۰۲۷ کال د اپرېل میاشتو ترمنځ ښايي له شدیدې خوراکي ناامنۍ سره د مخ کسانو شمېر ۱۹.۲ میلیونو ته ورسېږي، چې د افغانستان د ټول نفوس شاوخوا ۳۸ سلنه جوړوي. همدارنګه، اټکل کېږي چې پنځه میلیونه کسان به د لوږې له اضطراري کچې سره مخ شي.

یونېسف او IPC د دې وضعیت لاملونه اقتصادي ستونزې، د بشري مرستو کمښت، بې‌کاري، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او د کورنیو د پېرلو د توان کمزوري کېدل بولي.

د دغو ادارو په وینا، له پاکستان سره سرحدي ترینګلتیاوې، په سوداګرۍ کې خنډونه او له ګاونډیو هېوادونو څخه د ګڼ شمېر افغانانو بېرته راستنېدل هم پر زیان‌منونکو کورنیو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هرات کې د صنعتي غوړیو د خوراکي غوړیو په نوم د پلورلو په تور دوه کسان نیول شوي دي

د ا.ا د کورنیو چارو ...