Home » سیمه او نړی » نامالومو وسله‌والو په پښتونخوا کې يو پادري وژلی

نامالومو وسله‌والو په پښتونخوا کې يو پادري وژلی

د پښتونخوا ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په پېښور کې نامالومو وسله‌والو د عيسويانو پر يوه پادري ډزې کړي او وژلی يې دی.

د چاروکو په خبره پېښه پرون يک‌شنبه د (سلواغې په ۱۰مه) د پېښور اړوند د ګلبهار تاڼې په سيمه کې رامنځته شوې ده. دوی ويلي چې په ډزو کې د ويليم سراج په نوم پادري وژل شوی او له نوموړي سره د پېټرک په نوم يو بل ملګری ټپي شوی دی.

پوليسو زياته کړې چې د پېښې عاملانو د نيولو لپاره په سيمه کې عمليات پيل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې پاکستان کې ورته هدفي او دغه راز د دغه هېواد پر نظاميانو مرګوني بريدونه زيات شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...