د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې محمدصادق یې یو ځل بیا د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی په توګه ګومارلی دی.
د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي چې، د صادق خان تجربو ته په کتو یې، نوموړی یو ځل بیا د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی ټاکلی دی.
د اعلامیې له مخې، دا جګپوړی ډیپلومات به د پاکستان او ا.ا حکومت ترمنځ د اړیکو ښه کېدو لپاره کار وکړي.
اعلامیه زیاتوي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د هغه ټاکنه منظور کړې او سمدستي به دغه دنده پیلوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس