د پخواني ټوییټر او اوسني ایکس ټولنییزې شبکې څښتن ایلان ماسک اعلان کړی، چې ډیر ژر به ویډیويي او غږیزې اړیکې په دې شبکه کې زیاتې کړي.
نوموړي نن په خپل ایکس اکونټ کې لیکلي، چې د ویډیويي او غږیزو اړیکو ترسره کولو لپاره پر سافټ ویر باندې یې کار روان کړی دی.
د نوموړي په وینا، چې د دې کار لپاره به ټلیفوني شمېرو ته اړتیا نه وي او دا به ډیر نوی وي.
د ماسک لخوا د پخواني ټوییتر او اوسني ایکس شبکې له پېرلو وروسته، په دې ټولنییزه شبکه کې د پام وړ بدلون راغلی دی. نوموړي تر دې وړاندې د دې شبکې نوم او لوګو هم بدله کړې ده.