په داسې حال کې چې پر اوکريان د روسي ځواکونو له بريد ۲۶ ورځې تېرېږي؛ خو د هرې ورځې په تېرېدو سره په دې هېواد کې د جګړې له تاو د تلونکو خلکو شمېر زياتېږي.
د راپورونو له مخې، تر دې مهاله څه باندې ۱۰ ميليونه اوکراينيانو د جګړې له امله خپلې مېنې پرېښي او پر ګاونډيو هېوادونو سربېره خوندي سيمو ته تللي دي.
اوکرايني ځواکونو ويلي، چې د پلازمېنه کيف اړوند سيمو کې لا هم له روسي ځواکونو سره جګړه دوام او په خبره يې هڅه کوي، چې د ښار شمال لوېديځ له لارې د روسي ځواکونو محاصره ماته کړي.
له دې سره د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي بېګاه شپه د (وري په لومړۍ) ويلي، چې د ناټو په سازمان کې د اوکراين غړيتوب په اړه پر خپله کړې پرېکړه بيا له سره غور کوي؛ خو په خبره يې مشروط پر دې چې روسيه اوربند وکړي او خپل ځواکونه له اوکراين وباسي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس