د افغانستان دفاع وزارت نن ( پنج شنبه د لیندۍ ۱۳ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې تیره ورځ طالبانو د کندهار ولایت د ژیړۍ, ډنډ او معروف ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
چارواکي وايي د امنیتي ځواکونو په دفاع کولو سره د هوايي ځواکونو په ملاتړ د وسلوالو بریدونه په شاه وتمبول شول.
امنیتي چارواکي زیاتوي د هوايي او ځمکني بریدونو په پایله کې ۸۵ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې په همدې بریدونو کې د وسلوالو څخه ۲ ګادي او ۲ موټر سایکلې لاس ته ورغلي او یو شمېر وسلې يې له منځه وړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس