ترکیې چارواکو خبر ورکړی چې په سوریه کې یې د بشارالاسد حکومت له سقوط وروسته یې د دغه هیواد په مرکز دمشق کې خپل سفارت پرانېستی دی.
د ترکیې اناتولي خبري اژانس د خبر له مخې چې په دمشق کې د ترکیې سفارت(شنبه،۲۴د لېندۍ)له دولس کلن ځنډ وروسته خپل فعالیت بېرته پیل کړی دی.
ویل کیږي برهان کوراوغلو د دغه سفارت د ښارژدافیر په توګه ټاکل شوی دی.
د مالوماتو له مخې ترکیې په ۲۰۱۲ زېږديز کال کې په سوریه کې خپل سفارت وروسته له هغې بند کړ چې، بشارالاسد حکومت معترضان وځپل.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس