په پاکستان کې د امریکا سفارت د احتمالي لاریونونو له امله د خپلو کارکوونکو پر تګ راتګ لنډمهاله محدودیتونه لګولي دي. د سفارت په وینا، د مارچ تر ۱۵مې پورې به د امریکا د سفارت او قونسلګریو امریکايي کارکوونکي له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه کوي، ځکه چې د لویو غونډو، ټرافیکي ګڼهګوڼې او د مخابراتي شبکو د احتمالي اختلال امکان شته.
د امریکا سفارت همداراز د مارچ تر شلمې د کډوالۍ او غیر مهاجرتي ویزو لپاره ټول له مخکې پلان شوي وختونه لغوه کړي او ویلي یې دي چې اغېزمنو کسانو ته به لارښوونې د ایمیل له لارې ولیږل شي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا سفارت دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې چې د ایران پر وړاندې د برید او د ایران د مخکیني رهبر علي خامنه يي د وژل کېدو په غبرګون کې، د مارچ په لومړۍ نېټه قهرجنو شیعه مظاهرهچیانو په کراچۍ کې د امریکا پر سفارت برید وکړ، چې په پايله کې د قونسلګرۍ امنیتي ساتونکو پر مظاهره چیانو ډزې وکړې او لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس