Home » سیمه او نړی » د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران ځوابي بریدونه غندلي
ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران ځوابي بریدونه غندلي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، چې د دوو مسودو پرېکړه‌لیکونو د رای لپاره غونډه جوړه کړې وه، دغونډې په پای کې داسې پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې د خلیج هېوادونو پر وړاندې د ایران بریدونه غندي. دا پرېکړه‌لیک د بحرین په همکارۍ او د ۱۳۵ نورو هېوادونو په ملاتړ وړاندې شوی و او د ۱۳ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شو.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د بحرین استازي، جمال فارس الرووایي، وویلي:
«دا پرېکړه‌لیک د امنیت شورا له لوري یو روښانه او متحد پیغام استوي چې د سیمې پر هېوادونو د ایران توغندیز او بې‌پیلوټه بریدونه په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي او د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو او د ښه ګاونډیتوب د اصولو ښکاره سرغړونه ده.»

خو بل لور ته د روسيې لخوا ليکل شوې پرېکړه ليک چې منځني ختیځ کې د جګړو د سمدستي درولو په اړه ليکل شوې و تصویب نشو. دې مسودې یوازې ۴ مثبتې رایې، ۲ مخالفې رایې او ۹ ممتنع رایې ترلاسه کړې.

د رای ورکولو وروسته، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د روسیې استازي، واسیلي نبنزیا، مخالف هېوادونه په تورن کړل چې د جګړې او د اختلافونو د سوله‌ییز حل لپاره روښانه بلنه یې رد کړه.

په ورته مهال، د امنیت شورا رییس او د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا استازي، مایک والتز، روسیه تورنه کړه چې روسيه هڅه کوي له ایران څخه ملاتړ وکړي. هغه وویل:
« روسيه یو ځل بیا په امنیت شورا کې هڅه کوي له خپل شریک ایران څخه ملاتړ وکړي. موږ د روسیې هغه هڅه ردوو چې د امریکا قانوني اقدامات د ایران له تاوتریخوالي او وینې تویولو سره یو شان وښيي؛ هغه تاوتریخوالی چې د ایران د خلکو او د خلیج او منځني ختیځ د هېوادونو پر وړاندې ترسره کېږي.»

په ياد پرېکړه‌لیک کې همداراز د ایران هر هغه اقدام غندل شوی چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ د بندېدو یا ګډوډېدو لامل شي.
خو د دې پرېکړه‌لیک په متن کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل د هوايي بریدونو هېڅ یادونه نه ده شوې.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

افغانستان د اقلیمي ناورين پر وړاندې ګډه مبارزه غواړي

په قزاقستان کې د سیمه‌ییزې ...