د استرالیا هېواد لومړي وزیر انتوني الباني چې په نړیواله کچه له ټولنیزو رسنیو د ۱۶ کلونو د ټیټ عمر لرونکو تنکیو ځوانانو او ماشومانو بندول یې یو اصل بللی دی.
نوموړي په ټینګار سره ویلي دي په داسې سیستم کار کوي ترڅو د ځوانانو د عمر تشخیص وښيي او له دې سره به دغه پروسه بریالۍ کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د یادې پروسې تطبیق به راتلونکي ۲۰۲۵ کال کې عملي کړي.
د استرالیا لومړي وزیر د ماشومانو له لوري د ټولنیزو رسنیو کارونه ذهن ته زیان رسوونکې بللې او د تړلو اهمیت یې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره مهم اقدام ګڼلی دی.
Oplus_0
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس