پاکستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي د جولای له پیل راهیسې د شدیدو ورښتونو، توپانونو، سېلابونو او اقلیمي بدلونونو له امله شاوخوا ۱۸۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۵۰۰ نور ډېر ټپیان شوي دي.
یاده اداره خبر ورکوي چې دا طبیعي پېښې لا هم دوام لري، په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا، پنجاب او سند ایالتونه د سېلابونو له جدي ګواښ سره مخ دي. همدارنګه د واورو د ویلې کېدو له امله د اوبو سطحه لوړه شوې چې د سېلابونو شدت یې زیات کړی دی.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې پر اساس، د راتلونکو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د سند ایالت ګڼ ښارونه لکه کراچي، حیدراباد، سکر، بدین، نوابشاه او لارکانه له درنو بارانونو سره مخ دي، چې ښاري سېلابونه هم ورسره متوقع دي.
د ژغورنې ادارو راپور ورکړی چې یوازې په پنجاب کې له ۱۵۰۰ زیات کسان له سېلاب ځپلو سیمو ژغورل شوي. تر ټولو ډېر زیانونه لاهور، فیصلاباد او شېخپور کې ثبت شوي، چې علتونه یې زړې ودانۍ، برېښنايي ستونزې او ترافيکي پېښې ګڼل شوې دي.
په خیبرپښتونخوا کې هم د سوات، کابل او پنجکوړې سیندونو د ناڅاپي سېلابونو احتمال لوړ شوی، چې له امله یې غرنیو سیمو کې خلکو ته د خطر خبرداری ورکړل شوی دی.
د پاکستان د طبیعي پېښو ادارې مشر انعام حیدر ملک وایي، دا وضعیت د اقلیم بدلون او د هوا د ګرمېدو له امله رامنځته شوی، خو پوځ، ایالتي ادارې او خیریه بنسټونه په ګډه کار کوي ترڅو د نورو زیانونو مخنیوی وشي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس
