د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال وايي چې هېواد یې له افغانستان سره د پنځو ټُنو اړینو درملو مرسته وکړه.
نوموړي پر اېکسپاڼه ليکلي، چې هند د افغانانو د هوساینې او ملاتړ لپاره خپلې ژمنې یو ځل بیا تازه کوي.
رندهير جېسوال: “هند کابل ته د ضروري درملو ۵ ټنه نورې مرستې لېږلي، او د بشري مرستو او د افغان ولس د هوساینې لپاره یې خپله تلپاتې ژمنتیا بیا ټینګه کړې ده.”
د مالوماتو پراساس، هند له افغانستان سره په پرلهپسې ډول بشري مرستې کوي، په ځانګړي ډول د درملو، خوراکي توکو او طبي تجهیزاتو په برخه کې، او دا مرستې د افغان ولس د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدارې ژمنې په توګه ترسره کېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس