نړیوال بانک د ماشومانو د زده کړو په لپاره له افغانستان سره د ۲۵ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې ده.
نړیوال بانک ویلي دوی غواړي د ماشومانو لپاره د زده کړو د خوندي چاپېریال برابرولو او په دې برخه کې د ستونزو د حل په موخه د افغانستان د پوهنې له بهیر سره ۲۵ میلیونه ډالر بلاعوضه مرسته وکړي.
دغه بانک چې دغه پیسې به د اقرا پروګرام له لارې لګول کېږي او ټاکل شوې چې په مرسته یې سلو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي.
نړیوال بانک دغه راز ویلي چې له دې پیسو به د ښوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړېږي او هڅه کېږي د ماشومانو د زده کړو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته شي.
دغه بانک همدا راز ویلي چې دوی له افغانستان سره په بېلو انکشافي او پراختیايي برخو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس