Home » سیمه او نړی » ملګرو ملتونو د فلسطینیانو پر طبیعي سرچینو حقونه بیا تایید کړل
ملګري ملتونه

ملګرو ملتونو د فلسطینیانو پر طبیعي سرچینو حقونه بیا تایید کړل

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ دویمې کمېټې د فلسطیني ولس او د اشغال شوي سوریې د جولان سیمې د اوسېدونکو پر طبیعي سرچینو د دایمي واکمنۍ حق په ۱۵۱ موافقو رایو تصویب کړ.

دغه پرېکړه‌لیک، چې د ۷۷ هېوادونو ډلې او چین له لوري وړاندې شوی و، ۷ مخالفې او ۱۱ ممتنعې رایې ترلاسه کړې دي. امریکا او اسراییل د پرېکړه‌لیک مخالف هېوادونه وو.

په پرېکړه‌لیک کې د فلسطینیانو پر طبیعي سرچینو د هغوی نه‌سلبېدونکي حقونه بیا یاد شوي او له اسراییلو غوښتل شوي چې په اشغال شویو سیمو کې د طبیعي سرچینو له لوټ او ناقانونه استخراج څخه لاس واخلي.
همدارنګه، په پرېکړه‌لیک کې د ژنیو کنوانسیونونو پر پلي کېدو او په اشغال شویو سیمو کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب ټینګار شوی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د روسیې لوړپوړی پلاوی سبا کابل ته راځي

د راپورونو له مخې، د ...