Home » دسته‌بندی نشده » مجاهد: د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله به هېڅ ډول پوځي تحرک ته اجازه ورنه کړل شي
ذبيح الله مجاهد

مجاهد: د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله به هېڅ ډول پوځي تحرک ته اجازه ورنه کړل شي

د راپورونو پر اساس، د ا.ا ویاند ذبيح الله مجاهد، د تاجیکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د افغانستان او تاجیکستان پر ګډه پوله د وسله‌والې نښتې په اړه یې کړې، ډاډ ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله به هېڅ ډول پوځي تحرک ته اجازه ورنه کړل شي.
مجاهد زیاته کړې چې، څو ورځې وړاندې د افغانستان او تاجیکستان د پولې په اوږدو کې ځینې تحرکات رامنځته شوي وو، چې اوس تر کنټرول لاندې راغلي دي.
د هغه په وینا، «په هر ځای کې تر دې کچې ستونزې موجودې وي.»
نوموړي ټینګار کړی چې له پخوا راهیسې د دغې پولې په اوږدو کې د قاچاقبرانو فعالیتونه او تګ‌راتګ موجود و، خو له دې پرته «پوځي نښته او جدي امنیتي ستونزه شتون نه لري.»
مجاهد همداراز ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د تاجیکستان پر ضد ونه کارول شي.
تر دې وړاندې، د تاجیکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې د یوې سرحدي نښتې په ترڅ کې د دوو افغان وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې هغوی په ناقانونه توګه تاجیکستان ته داخل شوي وو او د نشه‌يي توکو په قاچاق کې یې لاس درلود.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

امریکا: د ایران مذاکراتو کې به د خلیج هېوادونه هم خبر ساتل کېږي

د امریکا د بهرنیو چارو ...