په هند کې د امریکا سفیر سرجیو ګور ویلي، چې جمو او کشمیر د هند یوه مهمه برخه ده. نوموړي دا څرګندونې د جمو او کشمیر د سرینګر ښار ته د خپل لومړي سفر پر مهال کړې دي.
ګور دغه سیمه «بېسارې ښکلې» بللې او د سیمې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په اړه یې هم مثبت نظر څرګند کړی دی.
د ګور له څرګندونو وروسته پاکستان په اسلاماباد کې د امریکا د سفارت سرپرسته احضار کړې او د نوموړي د څرګندونو په اړه یې رسمي اعتراض ثبت کړی دی. پاکستان د جمو او کشمیر په اړه د «هند برخه» تعبیر رد کړی او ویلي یې دي چې د دې سیمې په اړه د هند دریځ نه مني.
د يادونې وړ ده د جمو او کشمیر پر سر د هند او پاکستان ترمنځ له ۱۹۴۷ کال راهیسې لانجه روانه ده. هند جمو او کشمیر خپله خاوره بولي، خو پاکستان یې متنازع سیمه ګڼي؛ له همدې امله د امریکا د سفیر وروستۍ څرګندونې د اسلاماباد غبرګون راپارولی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس