Home » سیمه او نړی » تر ۲۰۳۰ کال پورې به له ۶۰۰ میلیونو ډېر کسان له لوږې سره مخ وي

تر ۲۰۳۰ کال پورې به له ۶۰۰ میلیونو ډېر کسان له لوږې سره مخ وي

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، که څه هم په نړۍ کې د لوږې د کمولو په برخه کې لږ پرمختګ شوی، خو لا هم په میلیونونو خلک نه شي کولای هره ورځ کافي خواړه ترلاسه کړي. په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶۷۳ میلیونه کسان له لوږې سره مخ وو؛ یعنې د نړۍ له هرو ۱۲ کسانو څخه نږدې یو کس د کافي خوړو له نشتوالي سره مخ و.
د ملګرو ملتونو په وینا، ستونزه یوازې په هغو کسانو پورې محدوده نه ده چې له لوږې سره مخ دي؛ شاوخوا ۲.۳ میلیارده کسان په ۲۰۲۴ کال کې داسې حالت ته رسېدلي وو چې د کافي او مناسبو خوړو برابرول ورته ستونزمن وو.
د ياد سازمان په وينا، په افریقا او لویدیځه اسیا کې وضعیت لا ډېر د اندېښنې وړ دی، جګړې، اقلیمي بدلون، د خوړو لوړې بیې او اقتصادي ستونزې د دې وضعیت له مهمو لاملونو څخه دي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې که د لوږې د کمولو اوسنی بهیر همداسې ټکنی پاتې شي، نړۍ به تر ۲۰۳۰ کال پورې د «صفر لوږې» هدف ته ونه رسېږي. د اټکل له مخې، هغه مهال به هم شاوخوا ۵۱۲ میلیونه کسان له اوږدمهاله لوږې سره مخ وي، چې نږدې ۶۰ سلنه به یې په افریقا کې وي.
دغه سازمان همداراز ويلي، د دې لپاره چې میلیونونه خلک له لوږې وژغورل شي، د کرنې، خوړو د تولید او وېش په نظامونو او د اړمنو خلکو د ټولنیز ملاتړ لپاره لا ډېرو هڅو او پانګونو ته اړتیا ده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغان کډوالو د انتقال په برخه کې د خنډونو په اړه اندېښنې

له افغانستان څخه د امریکايي ...