Home » سیمه او نړی » ایران: د امریکا او اسرائیلو بریدونو کې ۱۰۰ الوتکې او زرګونه تاسیسات زیانمن شوي
ایران

ایران: د امریکا او اسرائیلو بریدونو کې ۱۰۰ الوتکې او زرګونه تاسیسات زیانمن شوي

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې فرزانې صادق د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې یوازې د هوايي ډګرونو بنسټيز جوړښتونه نه، بلکې د اوبو او برېښنا تاسیسات هم په نښه شوي دي.
نوموړې ويلي، چې د جګړې پر مهال یې وزارت د زیانمنو تاسیساتو د بیا رغونې لپاره کار کړی، څو ژر بېرته فعال شي.
مېرمن صادق همداراز ویلي، ایران په جګړه کې ۱۰۰ الوتکې له لاسه ورکړې، خو د دغو زیانونو سربېره «ایران ایر» د حج الوتنې د اتو الوتکو په وسیله ترسره کړې. د نوموړې په وینا، د جګړې پر مهال د رېل، سړک او بندرونو خدمات هم دوام درلود او هڅه وشوه چې د مسافرو او توکو لېږد او د لومړنیو اړتیاوو رسونه بې‌خنډه ترسره شي.
د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې زیاته کړې، امریکا او اسرائیلو د ایران په ۲۵ ولایتونو کې ۴۰۰ ښارونه هم په نښه کړي او د نوموړې په وینا، د دغو بریدونو په ترڅ کې شاوخوا ۱۰۰ زره سوداګریز او استوګنیز واحدونه زیانمن شوي دي

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کلمبیا کې د ۷.۴ درجې زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۶۵ ته ورسېد

کلمبیا کې د ۷.۴ درجې ...