Home » افغانستان » ا.ا : خپلواکي د افغانانو د سرښندنو او قربانیو پایله ده
د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه

ا.ا : خپلواکي د افغانانو د سرښندنو او قربانیو پایله ده

ا.ا د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت په یوې اعلامیې کې د افغانستان خلکو ته د دې ورځې مبارکي ویلې او د هېواد خپلواکي یې د «افغانانو د سرښندنو، قربانیو او جهاد» پایله بللې ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې ۱۰۷ کاله وړاندې د افغانستان خلکو بریتانیا اړ کړه، څو د افغانستان بشپړه خپلواکي او د دغه هېواد د بهرني سیاست واک په رسمیت وپېژني.
ا.ا همداراز د پخواني شوروي اتحاد او امریکا پر وړاندې د افغانستان جګړو ته په اشارې ویلي، چې افغانانو په یوه پېړۍ کې د نړۍ د درېیو سترو قدرتونو پر وړاندې مقاومت کړی دی.
په دې اعلامیه کې له ځوانانو او راتلونکو نسلونو غوښتل شوي، چې د هر ډول «تېري او اشغال» پر وړاندې د هېواد له خپلواکۍ دفاع وکړ

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو یو یې له حادې خوارځواکۍ سره مخ دی

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ...